د زرنج ښار د درېیم او پنځم پلان ساحو کې د غیرقانوني ودانیو د مخنیوي په موخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۳۴
زرنج

۱۴۴۷/۱۲/۰۶

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم، د زرنج ښار د درېیم او پنځم پلان ساحو کې د ښاري پلانونو د سم تطبیق او د غیرقانوني تاسیساتو د مخنیوي په موخه تخنیکي او ساحوي څارنه ترسره کړه.

د ساحوي ارزونې پر مهال څرګنده شوه، چې په یادو سیمو کې د ځینو استوګنیزو ودانیو ساختماني چارې د تخنیکي نقشو او قانوني اسنادو پرته روانې دي، چې دا چاره د نافذه ښاري اصولو او منظور شوو پلانونو خلاف عمل ګڼل کېږي.

له همدې امله د تخنیکي ټیم له لوري د پروژو مالکینو ته جدي سپارښتنه وشوه، څو ژر تر ژره د خپلو پروژو قانوني اسناد، تخنیکي نقشې او اړوند مدارک د یاد مدیریت سره شریک کړي، ترڅو د هغو پر بنسټ لازم قانوني او تخنیکي اقدامات ترسره شي.

د دغو څارنو اساسي موخه د ښاري پلانونو دقیق تطبیق، د غیرقانوني ودانیو مخنیوی، د ښاري نظم تأمین او د سالم ښاري مدیریت پیاوړتیا ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت