په ننګرهار کې راستانه شوو مهاجرینو ته د استوګنیزو نمرو د ویش په دوام تیره ورځ بیا ۲۸۲ نمرې وویشل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۲۳:۵۸
نمرات

۱۴۴۷/۱۱/١٧

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند خانکي ښارګوټي کې پر راستنو شوو مهاجرو د استوګنیزو نمرو د وېش لړۍ په دوام، تیره ورځ یکشنبه  (۲۸۲) کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې.

دغه بهیر د منظم پلان له مخې پر مخ روان دی، چې موخه یې راستنېدونکو کورنیو ته د دایمي سرپناه برابرول او د هغوی د ژوند د شرایطو ښه ‌والی دی.

د نمرو وېش د شفافیت، عدالت او اړتیا پر بنسټ ترسره کېږي، څو مستحقې کورنۍ له یادو اسانتیاوو څخه برخمنې شي.

د خانکي ښارګوټي کې د استوګنیزو نمرو د وېش لړۍ د تېرې چهارشنبې په ورځ د (۳۳۵) کورنیو په برخمنیدو سره پیل شوه، ورپسې د پنجشنبې په ورځ (۴۹۸ ) او د جمعې په ورځ (۴۱۳)  د شنبې په ورځ  (۵۳۰)کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې. د یکشنبې ورځې د وېش په ګډون، په ټوله کې (۲۰۴۹) کورنیو ته استوګنیزې نمرې ورکړل شوې دي، او دغه بهیر لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۲۳:۵۸
Background image

په ننګرهار کې راستانه شوو مهاجرینو ته د استوګنیزو نمرو د ویش په دوام تیره ورځ بیا ۲۸۲ نمرې وویشل شوې

۱۴۴۷/۱۱/١٧

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند خانکي ښارګوټي کې پر راستنو شوو مهاجرو د استوګنیزو نمرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۲:۴۱
Background image

د ننګرهار د کور او ښار جوړولو ریاست لپاره نوی رئیس وګمارل شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۷
د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست کې  د اداري چارو د لا پیاوړتیا او د کارونو د لا منظم پرمخ بیولو او په ځانګړې توګه د مهاجرینو د ښار ګوټو د چارو د چټک پرمخ بیولو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۸
Background image

په کابل ښار کې د څو پوړیزو ودانیو په تهکوۍ کې د موټرو د تمځای جوړولو موضوع وڅېړل شوه

۱۶/۱۱/۱۴۴۷

 په کابل ښار کې د څو پوړیزو ودانیو په تهکوي کې د موټرو د تمځای د جوړولو د څرنګوالي د ارزونې په موخه د یوې کمېټې غونډه ترسره شوه.

یاده غونډه د کور او ښار جوړولو وزارت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت