د ودانیزو توکو د «میزان اعتماد» لابراتوار تخنیکي ارزونه او د فعالیتونو کیفیت وڅېړل شو
۱۴۴۸/۱/۱۴
د کور او ښار جوړولو وزارت د لابراتوار ریاست تخنیکي کمېټې د ودانیزو توکو د «میزان اعتماد» لابراتوار له تخنیکي او مسلکي فعالیتونو څخه هر اړخیزه ارزونه او تخنیکي څارنه ترسره کړه.
یاده ارزونه د نوموړي لابراتوار د رسمي غوښتنې او د کور او ښار جوړولو وزارت د مقام د حکم پر بنسټ ترسره شوه، چې موخه یې د لابراتوار د تخنیکي فعالیتونو، تجهیزاتو، امکاناتو، د ازموینو د ترسره کېدو څرنګوالي، د مسلکي پرسونل د وړتیا او د ملي او نړیوالو معیارونو، طرزالعملونو او تخنیکي نورمونو سره د فعالیتونو د مطابقت ارزول وو.
د ارزونې پر مهال د لابراتوار تجهیزات، تخنیکي امکانات، د ودانیزو توکو د ازموینو بهیر، د پایلو د دقت او اعتبار کچه، او د کیفیت کنټرول اړوند کړنلارې په تفصیل سره وڅېړل شوې.
همدارنګه، د تخنیکي ټیم له لوري د لابراتوار مسؤلینو ته د احتمالي نیمګړتیاوو د اصلاح، د تخنیکي فعالیتونو د کیفیت د لوړولو او د چارو د لا اغېزمن پرمختګ په موخه لازمې سپارښتنې او تخنیکي لارښوونې وړاندې شوې.
د کور او ښار جوړولو وزارت د لابراتوار ریاست ټینګار کوي چې د هېواد په کچه د فعالو لابراتوارونو دوامداره څارنه، ارزونه او د فعالیتونو د کیفیت تأیید د معیاري ودانیزو چارو، د لابراتواري خدمتونو د اعتبار، او د ملي او نړیوالو معیارونو د پلي کېدو په موخه د دې ریاست له اساسي تخنیکي مسؤلیتونو څخه ګڼل کېږي.
