د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د تایمني پروژې له ساحې څخه د ښاري سرغړونو په اړه نظارت ترسره شو
۱۴۴۸/۱/۱۴
د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د خپلو دوامداره نظارتي برنامو په لړ کې د کابل ښار څلورمې ناحیې ته مراجعه وکړه.
یاد نظارت د تایمني پروژې په ساحه کې، د ناصر خسرو څلورلارې څخه تر لومړي سرک پورې ترسره شو.
د تخنیکي ټیم د څارنې پر مهال ځینې داسې ساختماني نښې او فعالیتونه تر سترګو شول چې د نافذه قوانینو، تصویب شویو ښاري پلانونو او د ګاونډیو د حریمونو د احتمالي نقض سره تړاو لري، په ځانګړې توګه د غیرقانوني کړکیو جوړښتونو موارد وڅېړل شول.
همدارنګه له هغو مالکینو څخه چې د خپلو پروژو رسمي اسناد او جوازونه یې نه وو وړاندې کړي، غوښتنه وشوه چې خپل مدارک د اړوند ریاست ته تسلیم کړي، ترڅو له دقیقې ارزونې وروسته د هر ډول سرغړونې په صورت کې قانوني اجراآت ترسره شي.
د یاد نظارت موخه د ودانیزو چارو د تصویب شویو ښاري پلانونو مطابق تطبیق، د بې نظمۍ مخنیوی، د ګاونډیتوب د حقونو ساتنه، او د ښاري مدیریت ښه والی بلل شوی دی.
دا ډول نظارتونه به د پلان له مخې په دوامداره ډول د کابل ښار په ټولو ناحیو کې ترسره کېږي او د هر ډول سرغړونې په وړاندې به د نافذه قوانینو مطابق لازم اقدامات ترسره شي.
