د سرپل پوهنتون د سیلبر کانال د رغنیزې پروژې د کار بهیر څارنه وشوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۱:۴۸
سرپل

۱۴۴۷/۹/۱۱

سرپُل ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست تخنیکي او فني ټیم له لوري، د سرپُل پوهنتون د کانال پروژې له چارو تخنیکي څارنه او ارزونه وکړه.

د یادې لیدنې موخه د پروژې د روانو چارو څارنه او د کار د کیفیت ارزونه وه، چې اوسمهال د کانال په پنځو بېلابېلو نقطو کې د ډبرو لګولو چارې روانې دي.

دغه راز، د کانال د ختیځ لوري د پاتې برخې د تل (کف) د چمتو کولو کار هم جریان لري.

د لیدنې پر مهال تخنیکي ټیم ته د پروژې د نقشې او منظور شوي براورد مطابق د کار د چټکتیا او معیاري تطبیق په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.

موخه دا ده، چې چارې په ټاکلي وخت او د کیفیت له معیارونو سره سمې بشپړې شي.

تمه ده چې د سیلبر کانال پروژه به د پلان له مخې پر مخ ولاړه شي او د بشپړېدو وروسته به د پوهنتون د زیربنایي اسانتیاوو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۴۱
Background image

د جوزجان ولایت په قوشتېپه ولسوالۍ کې توپوګرافیکي سروې ترسره کولو په موخه دغه ولایت ته د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیم سفر وکړ

۱۴۴۷/۹/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام په حکم او لارښوونه، د سروې او جي ای ایس محترم ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو د محترم ریاست اړوند تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۳۵
Background image

هرات کې د ستر جامع جومات د بېلابېلو برخو د بیارغونې له چارو رسمي لیدنه او ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۷/۹/۱۲

هرات کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست تخنیکي او فني ټیم له لوري، د دغه ولایت د ستر او تاریخي جامع جومات د بیارغونې له چارو دقیقه څارنه او ارزونه ترسره شوه.

دغه څارنه په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۰:۵۵
Background image

د فراه ښار په ځینو ناحیو کې د ودانیزو چارو له بهیر څارنه وشوه

۱۴۴۷/۹/۱۲

فراه ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست تخنیکي ټیم له لوري، د دغه ولایت د ښار په پنځمه، شپږمه او اوومه ناحیه کې د څار بهیر ترسره شو.

یاده څارنه د کور او ښار جوړولو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت