د فراه ښار په ځینو ناحیو کې د ودانیزو چارو له بهیر څارنه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۰:۵۵
فراه

۱۴۴۷/۹/۱۲

فراه ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست تخنیکي ټیم له لوري، د دغه ولایت د ښار په پنځمه، شپږمه او اوومه ناحیه کې د څار بهیر ترسره شو.

یاده څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښآري سرغړونو د مخنیوي او د انکشافي پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ ترسره شوه، چې په کې د ښاري پلانونو پر بشپړ رعایت ټینګار شو.

د فراه د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، په یادو ناحیو کې د هغو ساحو څارنه وکړه، چې ودانیزې چارې په کې روانې وې.

د څارنې په بهیر کې، معلومه شوه، چې تر دې دمه روانې ودانیزې چارې د ښار د تفصیلي پلانونو سره په ټکر کې نه دي.

دغه راز، د عامه پوهاوي په موخه د ودانیو مالکینو ته اړوندې لارښوونې او معلومات وړاندې شول او په واضح ډول یې تشریح وشوه.

د کور او ښار جوړولو وزارت ټینګار کوي، چې د ښار د منظم پرمختګ او د ښاري نظم د ساتنې لپاره، ټول ودانیز کارونه باید د تفصیلي پلانونو مطابق او په معیاري ډول ترسره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۵
Background image

په لغمان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د کاپرګلۍ په سیمه کې د مهاجرینو ښارګوټي د څښاک پاکو اوبو رسولو د لمریزې شبکې له چارو څخه د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۶
Background image

په کابل ښار کې د شنو ساحو د وضعیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د اته ‌متره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۳
Background image

په جوزجان کې د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي ښاري پلان د ترتیب لپاره د یادې ولسوالۍ د ساحې توپوګرافي سروې پیل کړې ده.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت