د نیمروز ولایت له لومړۍ درجه چارواکو سره د ښاري تخلفاتو پر مخنیوي خبرې وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۰:۵۲
نیمروز

۱۴۴۷/۹/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د انکشافي پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیم د نیمروز ولایت مقام له محترم مرستیال مولوي نجیب الله بدخشي او د دغه ولایت له محترم ښاروال مولوي صلاح الدین ممتاز سره د ښاري تخلفاتو پر مخنیوي خبرې وکړې.

تخنیکي پلاوي، د ښاري سرغړونو د عمومي مدیر او د پروژو د تطبیق د څار انجینر په ملتیا، د زرنج ښار د شپږمې او اوومې ناحیې له ساحو څخه د ستراتیژیک انکشافي پلان او تفصیلي پلانونو له مخې نظارت وکړ.

د څېړنې پر مهال څرګنده شوه، چې که څه هم د یادو ناحیو تفصیلي پلانونه په ۱۳۷۰ هـ ش او د زرنج ښار ستراتیژیک انکشافي پلان په ۱۳۹۴ هـ ش منظور شوي، خو یادې سیمې په تېرو کلونو کې په بشپړ ډول غیرپلاني وده کړې او موجود وضعیت یې له پلاني اسنادو سره مطابقت نه لري.

پلاوي وموندله چې په دواړو ناحیو کې د تفصیلي پلان خلاف کانکرېټي او اساسي رغنیزې چارې روانې دي، چې د راتلونکو اصلاحاتو بهیر لا پېچلی کوي.

ډېری رغنیزې چارې د معیاري نقشې پرته ترسره شوې چې دا کار له ښاري اصولو او مقرراتو ښکاره سرغړونه بلل کېږي.

ځینې داسې برخې هم موندل شوي، چې شنې، تفریحي او عامه المنفعه ساحې په عملي ډول په استوګنیزو کورونو بدلې شوې، استوګنیزې ساحې تجارتي بڼې ته اوښتي، اصلي سړکونه او فرعي سړکونه په بشپړ ډول مسیر بدل کړی چې له امله یې جدي ښاري بې‌نظمي رامنځته شوې ده.

دغه راز، له (۱) څخه تر (۳۶) نمبر پورې مشخصې عامه المنفعه او اداري ساحې په مسافرخونو، هټیو، ګراجونو، د تېلو پمپونو او تجارتي ـ استوګنیزو ودانیو بدلې شوې دي.

د تخنیکي پلاوي د موندنو پر بنسټ، د زرنج ښار د شپږمې او اوومې ناحیې وضعیت جدي پاملرنې، قانوني اقدام او بنسټیزو اصلاحاتو ته اړتیا لري، څو د ښار منظمې او معیاري پراختیا ته زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۲:۵
Background image

د راستنو شویو مهاجرو کورنیو لپاره د استوګنیزو نمرو د وېش لړۍ په بېلا بېلو ولایتونو کې روانه ده

۱۴۴۷/۹/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، د راستنو شویو مهاجرو لپاره د معیاري ښارګوټو طرحه، د ځمکو عادلانه وېش، او بنسټیزې اسانتیاوې برابروي، څو یادې کورنۍ وکولای شي په خوندي او منظم. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۱:۱۷
Background image

په کندز کې د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند شپږ زره جریبه ځمکه سروې شوه

۱۴۴۷/۹/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، د سروې او جي، ای ایس محترم ریاست تخنیکي ټیم له لوري د کندز ولایت ګلتېپه ولسوالۍ په عسقلان سیمه کې د مهاجرینو د ښارګوټي جوړولو په پار د توپوګرافیکي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۰:۵۲
Background image

د نیمروز ولایت له لومړۍ درجه چارواکو سره د ښاري تخلفاتو پر مخنیوي خبرې وشوې

۱۴۴۷/۹/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د انکشافي پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیم د نیمروز. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت