په کندز کې د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند شپږ زره جریبه ځمکه سروې شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۱:۱۷
کندز

۱۴۴۷/۹/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، د سروې او جي، ای ایس محترم ریاست تخنیکي ټیم له لوري د کندز ولایت ګلتېپه ولسوالۍ په عسقلان سیمه کې د مهاجرینو د ښارګوټي جوړولو په پار د توپوګرافیکي سروې چارې په بریالیتوب سره ترسره شوې.

یاده سروې په کندز کې د مهاجرینو لپاره د ښارګوټي جوړولو په موخه په شپږ زره (۶۰۰۰) جریبه ځمکه ترسره شوه.

د سروې او جي ای ایس ریاست له لوري په ساحه کې  د ځمکې دقیق ابعاد او حدود تثبیتول شول، لوړې ساحې او طبیعي جوړښتونه ثبت شول، د ځمکې د موجوده وضعیت توپوګرافیکي نقشه برابره او د جي ای ایس سیستم له لارې د معلوماتو ډیجیټلي ثبت او تحلیل ترسره شو.

دغه معلومات به د پلان د طرحې، ارزونې او پرېکړې نیولو په بهیر کې مهم تخنیکي بنسټ وګرځي، څو راتلونکې ودانیزې او انکشافي چارې د معیاري ښاري اصولو مطابق تنظیم شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ژمن دی، چې د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې په پار معیاري ځمکې تثبیت او تشخیص کړي او د منظم پلان له مخې یې نمره نمره پرې ووېشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۲:۵
Background image

د راستنو شویو مهاجرو کورنیو لپاره د استوګنیزو نمرو د وېش لړۍ په بېلا بېلو ولایتونو کې روانه ده

۱۴۴۷/۹/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، د راستنو شویو مهاجرو لپاره د معیاري ښارګوټو طرحه، د ځمکو عادلانه وېش، او بنسټیزې اسانتیاوې برابروي، څو یادې کورنۍ وکولای شي په خوندي او منظم. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۱:۱۷
Background image

په کندز کې د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند شپږ زره جریبه ځمکه سروې شوه

۱۴۴۷/۹/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، د سروې او جي، ای ایس محترم ریاست تخنیکي ټیم له لوري د کندز ولایت ګلتېپه ولسوالۍ په عسقلان سیمه کې د مهاجرینو د ښارګوټي جوړولو په پار د توپوګرافیکي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۰:۵۲
Background image

د نیمروز ولایت له لومړۍ درجه چارواکو سره د ښاري تخلفاتو پر مخنیوي خبرې وشوې

۱۴۴۷/۹/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د انکشافي پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیم د نیمروز. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت