د نیمروز ولایت له لومړۍ درجه چارواکو سره د ښاري تخلفاتو پر مخنیوي خبرې وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۰:۵۲
نیمروز

۱۴۴۷/۹/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د انکشافي پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیم د نیمروز ولایت مقام له محترم مرستیال مولوي نجیب الله بدخشي او د دغه ولایت له محترم ښاروال مولوي صلاح الدین ممتاز سره د ښاري تخلفاتو پر مخنیوي خبرې وکړې.

تخنیکي پلاوي، د ښاري سرغړونو د عمومي مدیر او د پروژو د تطبیق د څار انجینر په ملتیا، د زرنج ښار د شپږمې او اوومې ناحیې له ساحو څخه د ستراتیژیک انکشافي پلان او تفصیلي پلانونو له مخې نظارت وکړ.

د څېړنې پر مهال څرګنده شوه، چې که څه هم د یادو ناحیو تفصیلي پلانونه په ۱۳۷۰ هـ ش او د زرنج ښار ستراتیژیک انکشافي پلان په ۱۳۹۴ هـ ش منظور شوي، خو یادې سیمې په تېرو کلونو کې په بشپړ ډول غیرپلاني وده کړې او موجود وضعیت یې له پلاني اسنادو سره مطابقت نه لري.

پلاوي وموندله چې په دواړو ناحیو کې د تفصیلي پلان خلاف کانکرېټي او اساسي رغنیزې چارې روانې دي، چې د راتلونکو اصلاحاتو بهیر لا پېچلی کوي.

ډېری رغنیزې چارې د معیاري نقشې پرته ترسره شوې چې دا کار له ښاري اصولو او مقرراتو ښکاره سرغړونه بلل کېږي.

ځینې داسې برخې هم موندل شوي، چې شنې، تفریحي او عامه المنفعه ساحې په عملي ډول په استوګنیزو کورونو بدلې شوې، استوګنیزې ساحې تجارتي بڼې ته اوښتي، اصلي سړکونه او فرعي سړکونه په بشپړ ډول مسیر بدل کړی چې له امله یې جدي ښاري بې‌نظمي رامنځته شوې ده.

دغه راز، له (۱) څخه تر (۳۶) نمبر پورې مشخصې عامه المنفعه او اداري ساحې په مسافرخونو، هټیو، ګراجونو، د تېلو پمپونو او تجارتي ـ استوګنیزو ودانیو بدلې شوې دي.

د تخنیکي پلاوي د موندنو پر بنسټ، د زرنج ښار د شپږمې او اوومې ناحیې وضعیت جدي پاملرنې، قانوني اقدام او بنسټیزو اصلاحاتو ته اړتیا لري، څو د ښار منظمې او معیاري پراختیا ته زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۴
Background image

د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

د یاد ښارګوټي په پخواني. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

په قلعه نجارا کې د ساختماني چارو د قانوني وضعیت ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د قلعه نجارا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۲۳
Background image

دمیدان وردګ په چک ولسوالۍ کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۵/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای اېس ریاست تخنیکي ټیمونو د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ په دشت توپ سیمه کې د کډوالو ښارګوټي د جوړولو په موخه د ۱۳۰۰ جریبه ځمکې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت