په کابل کې د اتاترک وړکتون د خاورې تخنیکي ازموینه ترسره شوه
۱۴۴۷/۰۷/۲۳
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست د لارښوونو له مخې، د ساختماني او بنسټیزو پروژو د تطبیق د څارنې ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د پنځمې ناحیې په سیمه کې د اتاترک د وړکتون د اعمار له روانې پروژې څخه ساحوي نظارت ترسره کړ.
د څارنې پر مهال د انجنیري نقشو او تخنیکي اسنادو له مخې د خاورې نمونې واخیستل شوې او اړوندې تخنیکي ازموینې ترسره شوې یادې نمونې د قراردادي شرکت لابراتوار ته ولېږدول شوې تر څو پایلې یې د پروژې د ډیزاین بهیر کې وکارول شي، همدارنګه، د قراردادي شرکت ساحوي مسوولینو ته لازمې تخنیکي لارښوونې هم ورکړل شوې.
یادولو وړ ده، چې د خاورې ازموینه د رغنیزو پروژو د خوندیتوب، کیفیت او معیاري ډیزاین لپاره بنسټیز ارزښت لري.
