د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د کمپنۍ سیمې له ښاري سرغړونو څخه څارنه او عامه پوهاوی ترسره شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۱
کمپنۍ

۱۴۴۷/۰۸/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د ښاري تخلفاتو ته د رسېدنې ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو د کابل ښار پنځمې ناحیې، کمپنۍ سړک، له سرغړونو څخه ساحوي څارنه او عامه پوهاوی ترسره کړ.

د یادې څارنې موخه د هغو لاس پلورونکو او نورو کسبه‌کارانو عامه پوهاوی و، چې د سړک له حریم او پلې‌لارو څخه په ناقانونه توګه استفاده کوي او د سړکونو او پلې ‌لارو په اوږدو کې یې فعالیتونه رامنځته کړي دي.

د ترسره شوې څارنې پر مهال اړوندو کسانو ته په رسمي ډول خبر ورکړل شو، چې ټاکلې مهلت کې باید پلې‌لارې او سړکونه تخلیه کړي او د خپلو فعالیتونو د انتقال او بدیلو ځایونو د موندلو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي، همداراز ټینګار وشو، چې د ټاکلې مودې له پای ته رسېدو وروسته به د سرغړونکو هېڅ ډول شکایت د منلو وړ نه وي.

د یاد اقدام موخه د پلې‌لارو او سړکونو ازادول، د ښاري ګڼه ‌ګوڼې مخنیوی، د چاپېریال پاکوالي تأمین، د ښاریانو د تګ راتګ اسانتیا او د ښار جوړونې د قوانینو او مقرراتو د تطبیق ډاډ ترلاسه کول دي.

دا څارنه د ښاري تخلفاتو ته د رسېدنې ریاست د رئیس د صریح هدایت له مخې ترسره شوه، تر څو د ښاري نظم ټینګښت، د ساختماني او ښاري سرغړونو مخنیوی او د ښار جوړونې د اصولو عملي کېدل په جدي ډول تضمین شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۲۱
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونو او قانوني مراحلو تر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۵۳
Background image

د دایمي مېشتېدنې پروګرام چټک روان دی؛ د ځمکو وېش ۴۹ زره کورنیو ته ورسېد

 ۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د تیرې شنبې په ورځ د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۸۱۸ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او لاسلیک شو.

یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت