د کابل ښار د خواجه رواش ښارګوټي له ښاري سرغړونو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۱۲
خواجه رواش

۱۴۴۷/۰۸/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست د لارښوونې پر بنسټ، د یاد وزارت د ښاري تخلفاتو ته د رسېدنې او د پروژو د تطبیق د نظارت ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې د خواجه رواش ښارګوټي څخه د تفصیلي پلان له مخې تخنیکي څارنه او ارزونه ترسره کړه.

د ترسره شوې ارزونې پر مهال څرګنده شوه، چې په یاد ښارګوټي کې یو شمېر خپلسرې او ناقانونه کړنې ترسره شوې دي، چې د ښاري نظم، تفصیلي پلان او قانوني اصولو سره په ټکر کې دي.

 په دغو سرغړونو کې د عامه لارو او سړکونو مسدودول، په شنو ساحو کې د دوکانونو او غرفو جوړول، په نامناسبو ځایونو کې د مخابراتي پایو نصب، له ټاکل شوو حدودو څخه د ودانیو د پوړونو زیاتوالی او ورته نور موارد شامل دي.

د یادو سرغړونو د مخنیوي په موخه، او له دې امله چې تر دې وړاندې هم سرغړوونکو ته خبرتیاوې ورکړل شوې وې، دا ځل هغوی ته وروستی مهلت ورکړل شو، تر څو یادې سیمې د تفصیلي پلان مطابق خپلو ټاکل شوو استفادو ته بېرته را وګرځوي او له هر ډول بې ‌نظمۍ څخه مخنیوی وشي.

دا څارنه د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست د محترم رئیس د هدایت له مخې ترسره شوې او اړوند مسؤلین مکلف دي چې د سرغړونو د له منځه وړلو بهیر په جدي ډول تعقیب کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۲۶
Background image

د سرطاني ناروغانو د طبي کمپلکس د تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۹

د سرطاني ناروغانو لپاره د طبي کمپلکس د جوړېدو په تړاو د تخنیکي کمېټې غونډه د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پرختیا په معینیت کې ترسره شوه.

یاده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۵۷
Background image

ډېر ژر به د ودانیزو موادو د کیفیت خوندیتوب ازموینې په موخه د لابراتوار د جوړولو چارې پیل شي

۱۴۴۷/۱۱/۰۹

د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري، د ودانیزو موادو د کیفیت خوندیتوب په موخه د معیاري ارزونې د یو عصري لابراتوار د جوړولو چارې به په لنډو ورځو کې پیل شي.

د یاد لابراتوار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۱۶
Background image

د تورغونډۍ بندر د احاطوي دیوال له جوړولو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۹

د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ د تورغونډۍ بندر د احاطوي دیوال د جوړولو له روانو چارو څخه څارنه ترسره شوه.

یاده څارنه د یو ګډ هیئت له لوري ترسره شوه، چې پکې د ولایت د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت