په بلخ ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي د خط اچونې چارې په چټکۍ سره روانې دي

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۱:۴
بلخ

۱۴۴۷/۰۷/۱۰

په بلخ ولایت کې د مهاجرینو لپاره د ښارګوټي د خط‌ اچونې چارې په منظم او چټک ډول دوام لري، د اړوندو ادارو تخنیکي ټیمونه په ساحه کې فعال حضور لري او هڅه کوي چې چارې د ټاکل شوې نقشې او تخنیکي معیارونو سره سم پر مخ یوسي، تر څو د پروژې راتلونکې پړاوونو ته زمینه برابره شي.

د یادو چارو چټکتیا د دې ښکارندویي کوي چې د مهاجرینو د مېشتېدو لپاره دایمي او منظم استوګنیز چاپېریال رامنځته شي.

د دې پروژې موخه د مناسب استوګنځای برابرول، د ښاري خدمتونو تنظیم او د ټولنیز ثبات پیاوړتیا ده، چې د بشپړېدو سره به زرګونو مستحقو مهاجرو کورنیو ته د ژوند اسانتیاوې برابرې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د سانچارک ولسوالۍ د اوقاف کلان د استنادي دیوال د جوړېدو چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۰۷/۱۱

د سرپل ولایت د پراختیایي پروژو د نظارت هیئت د حوادثو د مخنیوي ریاست له رئیس سره یوځای د سانچارک ولسوالۍ د اوقاف کلان د استنادي دیوال د جوړېدو چارې له نږدې وڅېړلې.

د ارزونې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۰:۴۱
Background image

د دولت‌اباد ولسوالۍ د سړکونو د حریم د پاک‌کارۍ چارې په چټکۍ روانې دي

۱۴۴۷/۰۷/۱۱

د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو محترم ریاست په همغږۍ د ولایت محترم مقام، محترمې ښاروالۍ او اړونده محلي ادارو سره، د دولت‌اباد ولسوالۍ د تفصیلي پلان د تطبیق چارې پر مخ وړي.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۰:۲۹
Background image

په غزني ولایت کې د یو مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۱۱

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د مستوفیت ریاست په انګړ کې د یو مسجد شریف د جوړولو له روانو چارو څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت پر مهال د جومات د  سنګ‌ کارۍ. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت