د کابل ښار د ۱۷ ناحیې اړوند د تهیه مسکن پروژې څخه څارنه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۲:۵۶
تهیه مسکن

۱۴۴۷/۷/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د تخنیکي او عامه پوهاوي ټیمونو لخوا د کابل ښار د ۱۷ ناحیې اړوند د تهیه  مسکن پروژې ساحه وڅارل شوه. د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د بلاک جوړونه په بنسټیز ډول بشپړه شوې، خو د بلاک ټاکل شوی حریم چې د سایت پلان مطابق و، شاوخوا ۶۰۰ متر مربع یې د ځینو ځایي اوسېدونکو لخوا اشغال شوی و.

د ټیم لخوا د اسنادو او پلان د تطبیق په اساس ساحه تثبیت او د حریم خط‌ اچونه بیا ترسره شوهؤ چې دا کار د بلاکونو د دقیق تطبیق او د پروژې د بشپړتیا لپاره اړین و.

دغه څارنه د ښاري قوانینو د رعایت، د منظور شوي پلان مطابق د پروژې تطبیق او د احتمالي ودانیزو سرغړونو د مخنیوي په موخه ترسره شوه.

د کور او ښار جوړولو وزارت په ټولو ښارونو کې د پروژو د کیفیت، قانوني تطبیق او د ښاري نظم د ساتنې لپاره دوامداره څارنه ترسره کوي، ترڅو ټولې ودانۍ د منظور شوو نقشو او معیارونو سره سم جوړې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۱:۲۹
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د تایمني پروژې له ساحې څخه د ښاري سرغړونو په اړه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د خپلو دوامداره نظارتي برنامو په لړ کې د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د ودانیزو توکو د «میزان اعتماد» لابراتوار تخنیکي ارزونه او د فعالیتونو کیفیت وڅېړل شو

۱۴۴۸/۱/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د لابراتوار ریاست تخنیکي کمېټې د ودانیزو توکو د «میزان اعتماد» لابراتوار له تخنیکي او مسلکي فعالیتونو څخه هر اړخیزه ارزونه او تخنیکي څارنه ترسره کړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم قرارداد لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د وسایطو د اغېزمن مدیریت، شفافیت او خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم د نصب او فعالولو قرارداد د ( تکتاز). . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت