په تورغنډۍ ګمرک کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۵۱
هرات

۱۴۴۷/۰۶/۲۴

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د تورغنډۍ ګمرک د مسجد شریف د ودانیزې پروژې له بهیر څارنه وکړه او د کار د کیفیت ارزونه یې کړې ده.

د ساحوي لیدنې پر مهال څرګنده شوه چې د ودانۍ د سر د سنگ ‌کارۍ اړوند د سیم ‌تاوۍ چارې په مهمو برخو کې پر مخ روانې دي او د پروژې پرمختګ د پلان له مخې دوام لري.

تخنیکي ټیم د کار له جریان څخه له نږدې ارزونې وروسته اړوندو کارکوونکو ته د معیاري تطبیق، د ساختماني اصولو د دقیق رعایت او د کار د سرعت د ساتلو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

یاده پروژه د تورغنډۍ ګمرک د عامه خدمتونو د ښه کولو او د مذهبي اړتیاوو د معیارپوره کولو په موخه د اړوندو ادارو په همغږۍ روانه ده.

د کور او ښار جوړولو وزارت، په پروژو کې د کیفیت او معیار خوندیتوب لازم ګڼي او اړوندو مسؤلینو ته یې د لا ښه تطبیق په موخه اړینې مشورې ورکوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد او د کاري حجمونو لېست ترتیب شو

 

۱۲/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سنجش او براورد ریاست له لوري، د تېر یوه کال په موده کې د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد ترسره او د هغو د کاري حجمونو لېستونه ترتیب شوي دي.

یادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۷
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند په بېلابېلو ساحو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۸
Background image

د مزارشریف په درې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د مزارشریف ښار په لومړۍ، څلورمې او پنځمې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د سم تطبیق په موخه ساحوي څارنه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت