په بغلان ولایت کې د راستنو شویو مهاجرینو د اتحاد (صلح) ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۲۶
بغلان

۱۴۴۷/۱۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ اړوند د خواجه الوان دښتې په سیمه کې د راستنو شویو مهاجرینو لپاره د اتحاد (صلح) ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې.

په یاده سروې کې به ۲۹۱۱ جریبه ځمکه تر پوښښ لاندې ونیول شي، چې موخه یې د راستنو شویو مهاجرینو لپاره د معیاري او منظم ښارګوټي د جوړېدو په پار د تخنیکي معلوماتو راټولول او د اساسي پلان د ترتیب لپاره زمینه برابرول دي.

د توپوګرافي سروې له بشپړېدو وروسته به د سیمې د اړتیاوو او تخنیکي معیارونو له مخې د ښارګوټي پلان چمتو او د تطبیق لپاره به لازم اقدامات ترسره شي.

دغه اقدام د راستنو شویو هېوادوالو د دایمي مېشتېدنې، د مناسبې سرپناه د برابرولو او د ژوند د بنسټیزو اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د جوزجان ولایت د غالیو اوبدونکو مارکېټ د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۸

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم د جوزجان ښاروالۍ اړوند د غالیو اوبدونکو مارکېټ د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۹:۹
Background image

د لوګر ولایت د کډوالو ښارګوټي کې د څښاک اوبو د څاه‌ګانو د کېندنې له چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۸

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري او نظارت ټیم د کډوالو او بېرته راستنېدونکو لپاره په وېشل شوي ښارګوټي کې د څښاک اوبو د څاه ‌ګانو د کېندنې له روانو چارو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۵:۵۱
Background image

د دایکندي ولایت د القان ولسوالۍ د سوداګریز بازار د پراختیا پلان طرحه او ترتیب شو

۱۴۴۸/۲/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د لارښوونې او د ښاري پراختیايي اړتیاوو د ارزونې پر بنسټ، د دایکندي ولایت د القان ولسوالۍ د سوداګریز. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت