د نیمروز په بندروالۍ ګمرک کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۰۶/۱۵
د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي چې د یاد ریاست تخنیکي ټیم د بندروالۍ ګمرک د مسجد شریف د محراب د اعمار چارو څارنه ترسره کړې ده.
دغه پروژه د حج او اوقاف ریاست له لوري تمویلېږي د تخنیکي ټیم د ساحې د کتنې پر مهال څرګنده شوه چې د ګریډ بیم د سیخ بندۍ او قالب بندۍ چارې روانې دي.
ښاغلي مولوي یاسیني وویل، دکور او ښار جوړولو ریاست ټیم اړینې تخنیکي سپارښتنې او مشورې د پروژې د کیفیت د لوړولو په موخه له قراردادي شرکت سره شریکې کړې او ټینګار یې وکړ چې د کار تر بشپړېدو به د پروژې ټولو مرحلو ته دوامداره او منظم څارنه روانه وي.
د دې ریاست تخنیکي ټیمونه په دوامداره ډول ساحو ته استول کېږي څو د پروژو پرمختګ، کیفیت، او د تخنیکي اصولو رعایت وڅاري.
