د نیمروز په بندروالۍ ګمرک کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۹:۴۰
نیمروز

۱۴۴۷/۰۶/۱۵

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي چې د یاد ریاست تخنیکي ټیم د بندروالۍ ګمرک د مسجد شریف د محراب د اعمار چارو څارنه ترسره کړې ده.

دغه پروژه د حج او اوقاف ریاست له لوري تمویلېږي د تخنیکي ټیم د ساحې د کتنې پر مهال څرګنده شوه چې د ګریډ بیم د سیخ بندۍ او قالب بندۍ چارې روانې دي.

ښاغلي مولوي یاسیني وویل،  دکور او ښار جوړولو ریاست ټیم اړینې تخنیکي سپارښتنې او مشورې د پروژې د کیفیت د لوړولو په موخه له قراردادي شرکت سره شریکې کړې او ټینګار یې وکړ چې د کار تر بشپړېدو به د پروژې ټولو مرحلو ته دوامداره او منظم څارنه روانه وي.

د دې ریاست تخنیکي ټیمونه په دوامداره ډول ساحو ته استول کېږي څو د پروژو پرمختګ، کیفیت، او د تخنیکي اصولو رعایت وڅاري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت