په غزني ولایت کې د خوګیاني ولسوالۍ د اداري ودانۍ د سنګکارۍ چارې و څارل شوې
۱۴۴۷/۰۵/۲۲
د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د خوګیاني ولسوالۍ د اداري ودانۍ د سنګکارۍ له چارو څخه څارنه ترسره کړه.
ښاغلي مولوي متقي وویل، د څارنې په جریان کې څرګنده شوه چې د ودانۍ د سنګکارۍ کارونه د تخنیکي نقشي او مشخصاتو سره سم روان دي، او د ساحې د کیفیت د لوړ ساتلو لپاره اړوند شرکت ته لازمې سپارښتنې وشوې.
د خوګیاني ولسوالۍ د اداري ودانۍ پروژه د کور او ښار جوړولو وزارت د پلان له مخې په معیاري ډول پلي کېږي، چې موخه یې د دولتي ادارو د کار اسانتیا او د عامو خلکو د خدمتونو د وړاندې کولو د چاپېریال ښه والی دی.
