په جوزجان ولایت کې د سونا حمام ودانۍ د ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۰:۷
جوزجان

۱۴۴۷/۰۵/۲۲

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د ښاروالۍ د سونا حمام ودانۍ د ودانیزو چارو څارنه تر سره کړه. د څارنې په جریان کې د خښتو کار، د جاینتونو جوړول او د سونا حمام د هنگر نصب چارې وکتل شوې.

ښاغلي ملا فیضان وویل، د ودانیزو چارو د کیفیت ډاډ ترلاسه کولو لپاره د شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه چې ټول کارونه د نقشې، د احجامو په براورد، د تدارکاتو شرطنامه او د انجینري او مهندسي معیارونو سره سم ترسره شي.

سونا حمام د ښاروالۍ یوه مهمه ودانۍ ده چې د خلکو د خدماتو لپاره جوړیږي. د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي څارنې له لارې ډاډ ترلاسه کوي چې ودانیز کارونه د معیارونو سره سم پرمخ وړل کېږي، او د پروژې موثریت او کیفیت په لوړ سطح کې وساتل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۲۴
Background image

د جوزجان ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د جوزجان ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او په رسمي ډول. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۱۹
Background image

د پکتیا ولایت د مهاجرینو ښارګوټي په اصلاحي پلان کې ۹۵۵ نوې استوګنیزې نمرې اضافه شوې

۱۴۴۸/۱/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د پکتیا ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او لاسلیک شو.

یاد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۳:۵۸
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ودانیزو پروژو له روانو چارو څارنه ترسره شوه

1448/1/4

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ودانیزو پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د خپلو دوامداره څارنیزو فعالیتونو په لړ کې، د کابل. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت