په بلخ ولایت کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي ښارګوټي د نمرو ویش رسماً پیل شو

۱۴۴۷/۰۵/۰۱
د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عین الله حامد وايي، د مولانا جلال الدین محمد بلخي ښارګوټي د نمرو ویش بهیر رسماً پیل شو.
ښاغلي مولوي حامد وویل، دغه مراسم د بلخ ولایت د محترم مرستیال والي په شتون کې ترسره شول، چې پکې ځینو سیمه ییزو چارواکو او ګڼو کډوالو برخه اخیستې وه.
د نوموړي په خبره، د نمرو د ویش موخه د کډوالو د استوګنې ستونزو ته حل لاره موندل دي.
نوموړي زیاته کړه، چې دا بهیر به د شفافیت او عادلانه ویش له اصولو سره سم پرمخ ولاړ شي، تر څو هر مستحق کس خپل حق ترلاسه کړي.
محترم مولوي حامد زیاته کړه، موږ هڅه کوو چې د کډوالو د استوګنې لپاره دایمي حل وړاندې کړو، او د ښار جوړونې پروژې د خلکو د اسانتیا لپاره پلي کړو.
د بلخ مرستیال والي هم په خپلو څرګندونو کې وویل، چې د یاد ښارګوټي د نمرو ویش نه یوازې د کډوالو د استوګنې اړتیاوې پوره کوي، بلکې د ښار د منظم پرمختګ او ښاري خدمتونو د پراختیا لامل به هم شي.
د مولانا جلال الدین محمد بلخي ښارګوټی د بلخ ولایت له مهمو پرمختیایي پروژو څخه دی، چې موخه یې د داخلي بېځایه شویو او راستنو شوو افغانانو لپاره د استوګنې مناسب چاپېریال برابرول دي.