د لغمان ولایت د مهترلام ښار په R5 تفصیلي پلان کې د ښاري سرغړونو پر ضد نظارت او اقدام وشو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۹:۳۲
لغمان

۱۴۴۷/۲/۱۷

 د کور او ښار جوړولو وزارت د ښار سرغړونو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ښاري سرغړونو د مسلکي ټیم د لغمان ولایت د مهترلام ښار د R5 تفصیلي پلان په ساحه کې نظارت ترسره کړ.

ښاغلي مولوي حقاني وویل، د ښاري سرغړونو ټیم وموندله چې د اسلامي امارت د واکمنۍ نه مخکې په یاد پلان کې ځینې خپل سري کارونه شوي دي، چې یو شمېر کسانو په دغه پلان کې د تخلف په ډول ودانیزې چارې پیل کړي وې چې د ټیم لخوا په ساحه کې یې ودانیزې چارې و ځنډول شوې.

د نوموړي په خبره، د پلان د اصولو او مقرراتو په اړه عامه پوهاوی هم ترسره شو ترڅو عام ولس د ښاري جوړښتونو قانوني چوکاټ ته متوجه شي.

د یادولو ده، دغه راپور د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست ته وړاندې شوی دی او اړوندې ادارې به د دغو سرغړونو د دوام مخنیوي لپاره لازمې قانوني چارې ترسره کړي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 اونی 2 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات له جامع جومات او د سپاچ پروژې له پیل څخه لیدنه وشوه

۱۴۴۷/۴/۲۶

هرات کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت له جامع جومات څخه لیدنه وکړه.

ښاغلی انجنیر اکبري وایي، دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

په هرات ولایت کې د  ۰۵کندک  عامه امنیت اړوند جومات له ودانیزو چارو څارنه وشوه

1447/04/26

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ګذره ولسوالۍ په ۰۵کندک  کې د جوړېدونکي جومات له ودانیزو چارو څارنه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۵:۸
Background image

د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د درې جوماتونو د جوړېدو چارې وڅارل شوې

۱۴۴۷/۰۴/۲۵

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي انجینرانو ټیم د مرکز ښرنې په کچه د درې جوماتونو له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي سیف الجهاد وویل، د څارنې پر مهال. . .

BACK TO NEWS