د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیرد مسکن معینیت له بېلابېلو څانګو لیدنه وکړه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۶:۳۲
وزیر

۱۴۴۷/۰۲/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیرالحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا معین محترم مولوي گل زرین صابر او د یو شمېر رئیسانو په ملتیا، د یاد معینیت له یو شمېر اداري ریاستونو او کاري څانګو څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې محترم سرپرست وزیر ټینګار وکړ، چې اداري چارې باید پر خپل وخت ترسره شي، او ورځنۍ مسؤلیتونو ته دې په اغېزمن ډول رسېدنه وشي، نوموړي له ټولو رئیسانو او کارکوونکو وغوښتل چې خپلې سپارل شوې دندې د صداقت، امانت ‌دارۍ او مکلفیت پر بنسټ پر خپل وخت ترسره کړي.

همداراز، محترم مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د ریاستونو او کارکوونکو ترمنځ د لا ښه همغږۍ او ګډ کار پر اړتیا ټینګار وکړ، څو اداري چارې په موثره توګه پرمخ ولاړې شي.

په ورته مهال، د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا محترم معین مولوي گل زرین صابر، د وزارت د سرپرست له ‌خوا له بېلابېلو څانګو لیدنه یو مثبت ګام وباله، چې له مخې به کارکوونکي لا وهڅول شي، نوموړي د کار، صداقت او ولس ته د خدمت په برخه کې د کارکوونکو د لا زیات تعهد غوښتنه وکړه.

معین صاحب زیاته کړه، چې د یاد معینیت انجنیران او اداري کارکوونکي لوړ تخصصي او مسلکي ظرفیت لري، او د رښتيني خدمت په موخه له هېڅ ډول هڅو دریغ نه‌ کوي.

بل ‌خوا، د یاد معینیت یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو ژمنه وکړه چې خپلې دندې به د امکان تر بریده په غوره ډول ترسره کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۵۱
Background image

د غزني د شهیدانو او معلولینو ښارګوټي تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري لاسلیک شو

۱۴۴۸/۳/۳

د غزني ولایت د مرکز اړوند د شهیدانو او معلولینو ښارګوټي تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري لاسلیک شو.

دغه ښارګوټی د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۲۱
Background image

د اداري اصلاحاتو، پراختیايي او تعدیلي پلان عمومي طرحه د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري لاسلیک شوه

۱۴۴۸/۳/۳

د ښاري اړتیاوو، موجوده وضعیت، شته امکاناتو او عامه خدمتونو ته د لاسرسي د لا ښه تنظیم په موخه، د اداري اصلاحاتو، پراختیايي او تعدیلي پلان عمومي طرحه د کور او ښار جوړولو وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۴۹
Background image

د مجید زابلي ښارګوټي د اصلاحي پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۳/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم، د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم په ملتیا، د دغه ولایت د مجید زابلي ښارګوټي د اصلاحي پلان د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت