د اقتصادي او صنعتي زونونو د پراختیا د ریاست د پروژو په اړه خبرې وشوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۰:۲۱
معینیت مسکن

۱۴۴۷/۰۲/۱۲

د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم معین مولوي ګل زرین صابر، د اقتصادي او صنعتي زونونو د پراختیا د ریاست له فعالیتونو د لیدنې پر مهال، د یادې ریاست د کاري پروژو د تعقیب او پرمختګ په اړه خبرې وکړې

محترم معین، د دې لیدنې پر مهال د یاد ریاست له رئیس، آمرینو او نورو کارکوونکو سره وکتل او د اسلامي امارت د مشرتابه، په ځانګړي ډول د عالیقدر محترم امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د فرمانونو، احکامو او مصوبو د پلي کېدو پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

ښاغلي صابر همداراز د ریاست د رئیس، آمرینو او کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ، همکارۍ او متقابل درناوي پر اړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې له اغېزمنې همغږۍ پرته د برنامو او فعالیتونو د پام وړ پایلو ترلاسه کول ناشوني دي.

نوموړي د اقتصادي او صنعتي زونونو د پراختیا ریاست له رئیس او کارکوونکو وغوښتل چې د کاري چارو د چټکولو او مؤثر پرمختګ په برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړي، تر څو د پروژو په تطبیق کې له ځنډ څخه مخنیوی وشي.

په دې لیدنه کې، د اقتصادي او صنعتي زونونو د پراختیا رئیس محترم الحاج محمد مسعود، د ترسره شوو فعالیتونو راپور وړاندې کړ، او د کاري بهیر پر وړاندې شته ستونزې او ننګونې یې هم مطرح کړې.

همداراز، د دې ریاست یو شمېر آمرینو او کارکوونکو د خپلو اهدافو، برنامو او کاري لیدلوري په اړه معلومات ورکړل، او د روانو پروژو لکه د باریک ‌آب صنعتي  زون، د محمد آغه (لوګر) اقتصادي پارک، د سروبي صنعتي پارک او د میدان وردک لوژستیکي پارک مفصل راپورونه وړاندې کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۵۱
Background image

د غزني د شهیدانو او معلولینو ښارګوټي تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري لاسلیک شو

۱۴۴۸/۳/۳

د غزني ولایت د مرکز اړوند د شهیدانو او معلولینو ښارګوټي تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري لاسلیک شو.

دغه ښارګوټی د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۲۱
Background image

د اداري اصلاحاتو، پراختیايي او تعدیلي پلان عمومي طرحه د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري لاسلیک شوه

۱۴۴۸/۳/۳

د ښاري اړتیاوو، موجوده وضعیت، شته امکاناتو او عامه خدمتونو ته د لاسرسي د لا ښه تنظیم په موخه، د اداري اصلاحاتو، پراختیايي او تعدیلي پلان عمومي طرحه د کور او ښار جوړولو وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۴۹
Background image

د مجید زابلي ښارګوټي د اصلاحي پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۳/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم، د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم په ملتیا، د دغه ولایت د مجید زابلي ښارګوټي د اصلاحي پلان د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت