په جوزجان ولایت کې د مهاجرینو له ښار ګوټي څخه لیدنه و شوه

۱۴۴۷/۲/۱
د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج ملا عبدالله فیضان وایي، د امیرالمؤمنین (حفظهالله) تر لارښوونو لاندې، د بی ځایه شویو او راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د دایمي استوګنې او ځمکو د وېش کمیټې، د اړوندو ادارو د استازو په حضور کې د آقچې ولسوالۍ د نورآباد کلي د مهاجرینو ښارګوټي څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي فیضان وویل، په یاده ساحه کې له پخوا ۱۵۱۱ نمرې پاتې ځمکې موجودې دي، چې د کتنې او ارزونې وروسته پرېکړه وشوه، څو د یادو نمرې ځمکو د وېش لپاره د مرکز اسکان دایمي کمیسیون ته رسمي وړاندیز واستول شي، تر څو د لارښوونو له ترلاسه کېدو وروسته لازم اجرات وشي.
دا اقدامات د کور او ښار جوړولو وزارت د ژمنو له مخې د ټولنیز عدالت، د استوګنې حق تأمین، او د مهاجرینو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو په لړ کې ترسره کېږي.