د ترکيې له اېلکېپای ساختماني شرکت مسؤلینو سره پر ستراتیژیکو همکاریو خبرې وشوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۳:۴۲
ترکی شرکت

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیرالحاج شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې، د ترکيې هېواد د اېلکېپای (ILKYPI) ساختماني شرکت له رئیس ښاغلي عبدالله شورش سره ولیدل.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني، د یاد شرکت مسؤلینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په افغانستان کې د ساختماني چارو پر کیفیت او سټنډرډونو خبرې وکړې او د ښاري پراختیا، پانګونې او بنسټیزو ودانیزو چارو پروژو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي عبدالله شورش وویل، دوی په صنعتي تأسیساتو، مسکوني او سوداګریزو پروژو، تعلیمي او تحصیلي پروژو، مسجدونو، فولادي ساختمانونو او نورو اړینو برخو کې کار کړی او د پآم وړ تجربه لري.

دوی وایي، غواړي افغانستان کې د ځینو پروژو تړونونه ترلاسه کړي او پانګونه وکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، د یاد شرکت استازو ته د وزارت د مسلکي انجنیرانو یو ټیم ور وپېژاند، څو د کابل ښار په مکرویانو، خوشحال‌ خان مېنه او نیله ‌باغ سیمو کې موجوده ساحې وګوري او ارزونه یې وکړي.

وزیر وایي، دمګړۍ دغه ساحو کې د سوداګریزو مارکېټونو او عصري استوګنیزو کورونو د جوړولو طرحې تر غور لاندې دي.

ښاغلي نعماني زیاته کړه، وزارت یې د ښاري پراختیا انډولیزې پراختیا او جوړښت ته ژمن دی، او هڅه کوي چې له ملي او نړیوالو پانګوالو سره د متقابل باور پر بنسټ دوامدارې او پرمختللې همکارۍ او اړیکې ولري.

د غونډې په پای کې دواړو لوریو د ګډو همکاريو د دوام او مشخصو طرحو د ترتیب ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۵
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د دوه سوه کوتی سیمې کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي هغه پانګوال چې پر خپلو ځمکو فابریکې نه جوړوي، قراردادونه به یې فسخه شي

۱۴۴۸/۴/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې د نوي کابل ښار اړوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي له یو شمېر پانګوالو سره وکتل او د یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت