لوګرولایت کې لسګونه جریبه ځمکه سروې شوه
۱۴۴۶/۱۱/۳
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي، ای، ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې لوګر ولایت کې سلګونه جریبه ځمکه سروې کړه.
ښاغلی حافظ لطیف وایي، دغه ځمکه یې د یاد ولایت په مرکز خدر بازار کې توپوګرافي سروې کړې چې، (141.944) جریبه ځمکه ده.
نوموړی وایي، دغه سروې په مرکز کې د تفصیلي پلان د ترتیب په موخه شوې ده.
