د ټولګټو پروژو د رامنځته کېدو په موخه کابل کې یو څلوېښت ساحې تر څېړنو لاندې دي

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۲:۴۱
کابل

۱۴۴۶/۰۹/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري ملکیتونو ته د حقوقي باور ورکولو ریاست محترم رئیس مولوي رحیم الله صادقي وایي، د ریاست اړوند علمي او تخنیکي ټیم یې په کابل کې یو څلوېښت (۴۱) ساحې تر څېړنو لاندې نیولي دي.

ښاغلی مولوي صادقي وایي، دغه یو څلوېښت ساحې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس څېړل کېږي، تر څو په کې ټولګټو پروژو پلي کولو ته زمینه برابره شي.

نوموړی وایي، یادې ساحې به له حقوقي پلوه بشپړې کړي چې، تر دې دمه یې د (۱۲) هغو ځینې چارې بشپړې کړي او په پاتې نورو یې کار روان دی.

ښاغلی مولوي رحیم الله صادقي وایي، کله چې د یادو ساحو حقوقي ستونزې بشپړې شي، د نورو اقداماتو په موخه به تخنیکي ریاستونو ته ولېږدول شي چې، د پانګونې او ټولګټو پروژو د رامنځته کولو لپاره یې چارې پر مخ یوسي.

د کور او ښار جوړولو وزارت له امارتي ځمکو څخه د سالمې، اغېزمنې او ګټورې استفادې او مدیریت په موخه کار کوي او پلان ورته جوړوي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۳۶
Background image

د فاریاب ولایت د ملي راډیو تلویزیون د اداري ودانۍ پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته چمتو شوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۸

فاریاب کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خالمیرزا ذوالفقار وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د ملي راډیو ټلوېزیون د اداري امریت د نوې ودانۍ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

د قول هزاره ښارګوټي چارې وځنډول شوې

۱۴۴۶/۱۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، تخنیکي ټیم یې په کابل کې د قول هزاره استوګنیز ښارګوټي له وضعیت څارنه او ارزونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۹:۱۷
Background image

د غزني ولایت آب بند ولسوالۍ کې د مسجد ودانیزې چارې د تخنیکي څارنې لاندې دي

۱۴۴۶/۱۲/۸

غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د ودانیزو چارو انجنیر ښاغلي نجیب‌الله نجیب له لوري، د آب بند ولسوالۍ اړوند د جوړېدونکي مسجد. . .

BACK TO NEWS