دامان ولسوالۍ کې د کډوالو د ښارګوټي د دویم فاز خط اچونه ترسره شوه

۱۴۴۶/۸/۱۳
د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا په دامان ولسوالۍ کې د کډوالو د ښارګوټي د دویم فاز خط اچونه ترسره شوه.
ښاغلي مولوي عبدالمتین وویل، په ساحه کې د شوې سروې او پلان مطابق یې د ښارګوټي په ختيځ لوري کې (۲۰) متره، (۲۵) متره او (۱۵) متره سړکونه معلوم کړل.
نوموړی وایي، دغه راز یې خدماتي ساحې او د بلاکونو وېشنه د پنځه بسوې، لس بسوې او پنځلس بسوې په اساس ترسره شوه.
پر دې سربېره یې د ځینو بلاکونو لوړې او ژوروې د تراکتور په وسیله منظمې کړي دي.
په ټوله کې دامان ولسوالۍ کې د ښارګوټي چارې په چتکۍ روانې دي چې، پاتې چارې به یې هم ژر بشپړې شي.