په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاحي پلان د تطبیق په موخه ساحوي بررسي ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۱/۰۶
د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري چارو محترم معین شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ، تخنیکي کمېټې، په نوي کابل ښار کې د (صنایع سبز) صنعتي ښارګوټي څخه لیدنه وکړه.
دغه تخنیکي کمېټه چې د اصلاحي پلان د تطبیق په موخه د وزارت د بېلابېلو اړوندو ریاستونو له استازو او تخنیکي انجنیرانو څخه جوړه شوې وه، د نوي کابل ښار اړوند د (صنایع سبز) صنعتي پارک له ساحې څخه یې ساحوي لیدنه وکړه.
د یادې کمېټې اساسي موخه دا وه، څو د وړاندې شویو تخنیکي ملاحظاتو او نیمګړتیاوو پر بنسټ، ترتیب شوی اصلاحي پلان په ساحه کې له نږدې و ارزوي او د هغه د عملي تطبیق او څرنګوالی وڅېړي.
په همدې لړ کې، کمېټې د ساحې عمومي وضعیت، د طرحې تخنیکي اړخونه، د ځمکې د کارولو څرنګوالی، د سړکونو تنظیم، د عامه تأسیساتو موقعیت او د زیربناوو اړوند موضوعات په هر اړخیز ډول و ارزول.
د کمېټې د ارزونو له مخې، هغه موارد چې له مخکې د تخنیکي ستونزو او نیمګړتیاوو په توګه په نښه شوي وو، په نوې تعدیل شوې طرحه کې تر ډېره بریده اصلاح شوي او د اصلاحي پلان مهم عناصر په عملي بڼه تطبیق شوي دي.
یادې ارزونې څرګندوي، چې طرحې د معیاري کېدو پر لور مهم پرمختګ کړی او د ښاري اصولو سره د لا ښه تطابق زمینه په کې برابره شوې ده.
د نوي کابل ښار اړوند د (صنایع سبز) صنعتي پارک پروژه له مهمو ښاري او اقتصادي پروژو څخه ده، چې موخه یې د صنعتي فعالیتونو منظمول، د پانګونې جذب، د کاري فرصتونو برابرول او د ښار د غیر منظمې پراختیا مخنیوی دی.
