د نوي کابل ښار په پروژه کې د رسول مصیر شرکت هم تخنیکي کارونه چټک کړل

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۰
شرکت رسول مصیر

۱۴۴۷/۱۱/۰۶

د رسول مصیر ودانیز او سوداګریز شرکت، د نوي کابل ښار د پراختیايي پلان په چوکاټ کې د لومړي فاز د «ج» برخې عملي کارونه په رسمي ډول پر مخ وړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پارختیا محترم ریاست د دغه پارسل له پرمختیایي چارو هم څارنه کوي، څو ټولې چارې د پلان او منل شوې نقشې سره سمې ترسره شي.

دا مهال په پروژه کې د انجنیري سروې د سړکونو د محوري کرښو ټاکنه او د ځمکې د پرې کولو او پوره کولو کارونه په منظم ډول روان دي.

د دغه چارو موخه، د ساحې تخنیکي برابرول او د معیاري سړکونو لپاره بنسټیز شرایط برابرول دي.

تر دې مخکې د ساحې د هوارولو، د خاورې د کمپکشن او د لومړني ډرېناژ مسیرونو د ټاکلو چارې بشپړې شوې دي، څو د اوبو د ایستلو او زیربنایي جوړښتونو لپاره مناسب فني چاپېریال رامنځته شي.

د پلان له مخې، د سړکونو له اصلي جوړښت وروسته به د اوبو رسولو او فاضلاب شبکې کارونه د تخنیکي ټیمونو له لوري پیل شي، چې دا د ښار د اساسي زیربناوو مهمه برخه ګڼل کېږي.

د رسول مصیر شرکت د پروژې امر وایي، ټول کارونه یې د کور او ښار جوړولو وزارت د لارښوونو، ماسټرپلان او منظور شوو انجنیري نقشو له مخې پر مخ وړل کېږي، څو د نړیوالو ښاري معیارونو سره سم یو منظم او پایدار ښاري چاپېریال رامنځته شي.

هغه زیاته کړه، د پروژې په ساحه کې د ځمکې ثبات، د ترافیکي جریان لپاره د سړک عرضي ډیزاین او د خدماتي لاینونو پلانونه هم په تخنیکي توګه په پام کې نیول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې شاوخوا (۳۶۰) جریبه ځمکه د رسول مصیر ساختماني او سوداګریز شرکت تر پراختیا لاندې ده، چې په دې برخه کې د بنسټیزو زیربنایي کارونو عملي بهیر پیل شوی او د پلان له مخې به په پړاونو کې پراختیا ومومي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۴
Background image

د طرحې د تطبیق په موخه د الشیخ ښارګوټي ساحوي څېړنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري چارو محترم معین شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ، ټاکل شوې تخنیکي کمېټې د (الشیخ استوګنیز ښارګوټي) له ساحې څخه لیدنه وکړه.

د دغې لیدنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاحي پلان د تطبیق په موخه ساحوي بررسي ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري چارو محترم معین شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ، تخنیکي کمېټې، په نوي کابل ښار کې د (صنایع سبز) صنعتي ښارګوټي څخه لیدنه وکړه.

دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۰
Background image

د نوي کابل ښار په پروژه کې د رسول مصیر شرکت هم تخنیکي کارونه چټک کړل

۱۴۴۷/۱۱/۰۶

د رسول مصیر ودانیز او سوداګریز شرکت، د نوي کابل ښار د پراختیايي پلان په چوکاټ کې د لومړي فاز د «ج» برخې عملي کارونه په رسمي ډول پر مخ وړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت