هلمند کې د یوې روغتیايي پروژې له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۶/۰۷/۱۵
هملند ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي شمس الله ناظم وایي، انجنیرانو یې د نهرسراج ولسوالۍ اړوند یخچال سیمه کې د( Nchc) نوی بشپړ روغتیایي له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلی مولوي ناظم وایي، دغه پروژه هلمند ولایت کې د عامې روغتیا ریاست اړوند کېږي چې، له چارو څارنه یې د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند ده.
نوموړی وایي، دمګړۍ په ساحه کې د ودانۍ د پایو سیخ تړلو، کانکرېټ اچولو، خښتو لګولو او نورې چارې دوام لري.
د هغه په خبره، قراردادي شرکت ته لازمې لارښوونې وشوې چې، د پروژې وخت په پام کې ونیسي، د کار کوونکو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي، د موادو کیفیت ته پاملرنه زیاته کړي، او بالاخره ټولې چارې فني او په معیار برابرې سرته ورسوي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ټولو دولتي پروژو له چارو څارنه کوي او د نیمګړتیاوو د رامنځته کېدو مخنیوی کوي.