د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ کمېټې ته د څه باندې اتیا زره کورنیو لیست وسپارل شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۱:۲۶
80 هزار مهاجرین

۱۴۴۶/۰۷/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ بې وزله مهاجرینو ته د نمرو د وېش کمېټې ته د مهاجرینو د ستونزو د حل محترم کمېسیون له لوري د هغه بې وزله کورنیو لیست وسپارل شو، چې اړتیا ده د سرپناه په موخه ورته نمرې ورکړل شي.

د اسکان دایمي کمېټې محترم منشي انجنیر محمد فهیم ذکریا وایي، تر اوسه د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ کمېټې ته د اتیا زره (80000) بې وزله کورنیو لیست ورسپارل شوی، چې له مخې به یې یادو کورنیو ته په اړوندو ولایتونو کې نمرې ووېشل شي.

نوموړی وایي، په ځینو پخوانیو ښارګوټو کې هم ځینې سپینې نمرې شته، چې تعدیل ته اړتیا لري او د تعدیل د ترسره کېدو وروسته به ووېشل شي.

محترم ذکریا زیاتوي، پنځلس هغه پخواني ښارګوټي چې ځمکې یې پخوا تشخیص شوې وې، دوی یې تازه سروې بشپړه کړې او د تفصیلي پلانونو پر جوړولو یې کار روان دی، چې تر دې دمه یې د شپږ هغو چارې بشپړې شوي او پاتې نور تر کار لاندې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هوډ لري چې په (34) ولایتونو کې د بې وزله کورنیو لپاره د استوګنیزو ښارګوټو د جوړولو په پار ځمکې تشخیص، سروې، تفصیلي پلان جوړ او بیا یې د ورسپارل شوي لیست له مخې ووېشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۵
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د دوه سوه کوتی سیمې کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي هغه پانګوال چې پر خپلو ځمکو فابریکې نه جوړوي، قراردادونه به یې فسخه شي

۱۴۴۸/۴/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې د نوي کابل ښار اړوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي له یو شمېر پانګوالو سره وکتل او د یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت