کونړ ولایت کې د خپلسرو ودانیزو چارو مخنیوی وشو

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۰:۴۷
کونړ

۱۴۴۶/۷/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، کونړ ولایت کې یې د ښاري تخلفاتو مخنیوي ټیم د یاد ولایت له څو ناحیو لیدنه او څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، دغه لیدنه او څارنه په دغه ولایت کې د ښاري تخلفاتو د په نښه کولو او مخنیوي په موخه ترسره شوه، چې په پایله کې یې ځینو ساحو کې په خپلسرې توګه ودانیزې چارې روانې وې.

نوموړی وایي، ګمارل شوي ټیم یې اړوندو کسانو ته ویلي چې ژر تر ژره دې چارې وځنډوي او د قانوني اجرأتو په موخه دې یاد ریاست ته مراجعه وکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت دنده ده، چې د غیر قانوني او خپلسرو ودانیزو چارو مخنیوی وکړي او د منظمې ښاري ودې او پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۵:۸
Background image

ارزګان ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي د عامه تاسیساتو او سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۷/۱

د ژمي موسم راتګ له رارسېدو او د هوا له سړېدو سره، چې ورسره ورسره د مهاجرینو لپاره د دایمي اوسېدو د زمینې برابرېدو په پار هڅې ګړندۍ شوې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۲
Background image

د نیمروز ولایت په هغه سیمو کې چې د بهسازۍ پلان ورته جوړېږي، په تړاو یې خلکو ته پوهاوی ورکړل شو

۱۴۴۷/۷/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، نیمروز ولایت ته یو هیئت واستو، ترڅو د ځینو اړمنو سیمو لپاره د بهسازۍ پلانونو چمتو شي.

نیمروز ولایت کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۱:۳۷
Background image

په ارزګان ولایت کې د ښاري سرغړونو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۷/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د مرکز ترینکوټ اړوند د ټولو ناحیو ودانیو څارنه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت