د کور او ښار جوړولو وزیر په کابل کې د هوت خېلو له سپین ږیرو او علماؤ سره وکتل

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۹:۲۵
hotkhil

14/3/1446

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، په کابل کې د هوت خېلو له سپین ږیرو او علماء کرامو سره وکتل او پر یو لړ ښاري او مسکن موضوعاتو یې خبرې وکړې.

په دغه کتنه کې، د هوت خېلو سپین ږیرو او علماؤ په خپله سیمه کې د ښاري وضعیت، مسکن او ځمکې په تړاو د شته ستونزو یادونه وکړه او د حل برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

راغلو علماؤ او سپین ږیرو وویل، غواړي د دوی په پلرنۍ مورثي ځمکه کې منظم ښارګوټی جوړ او ګټه ترې واخلي.

دوی وایي، له لسګونو کلونو راهیسې د کابل په نهمه ناحیه کې ژوند کوي، پلرنۍ ځمکې لري، چې په تېره شل کلنه دوره کې یې د بېلا بېلو غاصبینو له برید ژغورلي هم دي، خو دا چې اوس یې نفوس مخ پر ودې دی، نو په وینا یې اړتیا ده چې په ښاري چوکاټ کې داخل منظم ښارګوټی جوړ او په کې د ژوند کولو بهیر ته دوام ورکړي.

راغلو کسانو یادونه وکړه، چې د ښارګوټي په اړه تر پام لاندې ځمکې اسناد لري او چمتو دي چې د تصفیې کمېسیون له لوري یې ځمکه تصفیه او بیا پرې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري منظم ښارګوټی جوړ شي.

په ناسته کې، یادونه وشوه چې اوسمهال د مسکن کمښت د هېواد په کچه یوه ستره ستونزه ده چې د حل لپاره یې امارت او ولس په ګډه همکار شي، ترڅو هېوادوالو ته مناسبه سرپناه برابره شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، راغلو سپین ږیرو او علماء کرامو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د شته ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

ښاغلي سرپرست وزیر وویل، لومړی باید د ځمکې د ملکیت خبره روښانه شي او له هغې وروسته به د پلان مطابق د ښارګوټي نقشه او نورې چارې تر نظر لاندې ونیول شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي، چې د هېواد په کچه د مسکن کمښت ستونزه حل او هېوادوالو ته د اسلامي او افغاني دودونو سره سم مناسبه سرپناه برابره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۲۳
Background image

د اسماعیل‌خیلو او مندوزیو ولسوالۍ د استنادي دیوال د پروژې له چارو څارنه ووشوه

۱۴۴۷/۷/۲

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د خوست ولایت د اسمعیل‌خیلو او مندوزیو ولسوالۍ د مشکوڼي سیمې د استنادي دیوال د پروژې، څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۱۵
Background image

د امارتي ادارو د تعمیرونو ډیزاین شوې نقشې تائید شوې

۱۴۴۷/۰۷/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ د ښاري نقشو د ویزه کولو ځانګړي کمېسیون خپله نوبتي ناسته وکړه، چې په دې ناسته کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۴۲
Background image

د چهارباران ولسوالۍ د نوي جوړېدونکي اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۷/۲

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ولایت مقام او اقتصاد ریاست د استازو په ملتیا، د اړوندو رسمي مکتوبونو او احکامو پر بنسټ،. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت