د اسماعیلخیلو او مندوزیو ولسوالۍ د استنادي دیوال د پروژې له چارو څارنه ووشوه
۱۴۴۷/۷/۲
د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د خوست ولایت د اسمعیلخیلو او مندوزیو ولسوالۍ د مشکوڼي سیمې د استنادي دیوال د پروژې، څخه ساحوي نظارت تر سره کړ.
ښاغلي رئیس وویل، د یاد نظارت پر مهال د پروژې د چارو د لا ښه والي په موخه د ساحوي انجنیر او قراردادي شرکت سره لازم تخنیکي نظریات او مسلکي لارښوونې شریکې شوې. همدارنګه، د اړوند ساحوي انجنیر او د قراردادي شرکت مسوولینو ته سپارښتنه وشوه، چې د پروژې ټولې چارې د نظارت کوونکو انجنیرانو سره په بشپړه همغږۍ، د منظور شوې نقشې، د مشخصاتو، او اړوندو انجنیري نورمونو او اصولو ته په پوره پاملرنې سره تر سره کړي.
د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د پروژو د کیفیت، معیاري تطبیق او شفافیت د تأمین په موخه د دوامدار نظارت پر دوام ټینګار کوي.
