د لغمان پوهنتون د پراختیا په موخه د ځمکې سروې تر سره شوه

د لغمان پوهنتون د پراختیا په موخه د ځمکې سروې تر سره شوه
۱۴۴۶/۳/۴
د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین تېلوي وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا د لغمان پوهنتون شاوخوا ځمکه د هوارولو په موخه سروې شوه.
ښاغلي مولوي تېلوي وویل، د لغمان پوهنتون د محترم ریاست د غوښتنې پر اساس د دې ریاست تخنیکي ټیم په یاد پوهنتون کې د (۲۰۰) جریبه ځمکې د هوارولو ، پلي لارو، سړکونو، ویالو او پارکونو لپاره سروې پیل کړه.
د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټيمونه د ادارو په غوښتنه د بېلا بېلو پروژو سروې کوي او له ودانیزو چارو یې څارنه کوي، تر څو پروژې په معیاري توګه سرته ورسېږي.