د سپین بولدک په ولسوالۍ کې د ګبیوني دېوال د جوړېدو چارو څخه لیدنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۹:۴۹
کندهار

۱۴۴۷/۰۳/۱۷

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین سعید وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سپین بولدک ولسوالۍ په ساحه کې د پېښو سره د مبارزې ریاست اړوند د ګبیوني دېوال د جوړېدو له پروژې څخه لیدنه ترسره کړه.

ښاغلي مولوي سعید وویل، په یاده لیدنه کې د پېښو سره د مبارزې ریاست محترم رئیس الحاج قاری عبدالسلام عمري، د وقایې خطر کمونې مدیر او د کور او ښار جوړولو ریاست انجنیرانو ګډون درلود، چې په ساحه کې د نقشې مطابق کندن ‌کاري ترسره شوې وه او د ښه کیفیت ډبرې راوړل شوې وې.

د نوموړی په خبره، مسوول انجنیر ته لارښوونه وشوه چې د ډبرو په اندازو او کیفیت کې جدي پام وکړي، او ټینګار وشو چې ټول کارونه د نقشې، او د ناظر انجنیر په مشوره پرمخ یوسي.

د یادولو وړه ده، چې د سیمې د استنادي دېوالونو په جوړېدو سره به د سېلابونو او نورو احتمالي پېښو د زیانونو مخنیوی وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت