د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو پراختیا لپاره نوی مرستیال معرفي شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۵:۴۳
معرفی معبن مسکن

۱۴۴۶/۱/۱۸

د عاليقدر امیر المؤمنین شیخ القران والحدیث هبة الله اخندزاده حفظه الله د حکم پر اساس د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو پراختیا معینیت لپاره محترم مولوي محمد اسماعیل فائز د نوي مرستیال په توګه معرفي شو.

د نوي مرستیال د پېژند غونډې په مراسمو کې لومړی د ا.ا.ا د چارو ادارې د عمومي ریاست د پالیسۍ محترم مرستیال مولوي عبدالباري عاطف د یادې ګمارنې په تړاو د د عاليقدر امیر المؤمنین شیخ القران والحدیث هبة الله اخندزاده حفظه الله د حکم بیان وکړ.

ورپسې د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو پراختیا محترم مخکیني مرستیال مولوي روح الله احمدي وویل، په اداراتو کې تغیر او تبدیل یو اصل دی، چې د امارت هر وګړی ورته ژمن دی اطاعت یې کوي او دی هم ورته لبیک وایي.

ښاغلي مولوي احمدي وویل، د امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم عملي کول پر ځان واجب ګڼي او له خپلو ټولو مخکیني همکارانو یې غوښتنه وکړه چې له نوي معرفي شوي مرستیال سره بشپړه همکاري وکړي او چارې په ایماندارۍ او صداقت پر مخ یوسي.

د خبرو په دوام، د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال محترم حاجي ارسلاح خروټي وویل، دا هېواد جګړو او بې عدالتیو ځپلي او کار غواړي چې اباد او سوکاله شي.

نوموړي وویل، ټول باید نظام ته مخلصانه کار وکړي او په چارو کې یو له بل سره همکار پاتې شي.

په دغه مراسمو کې، د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا مرستیال مولوي محمد اسماعیل فائز وویل، ورسپارل شوې دنده یو ستر مسؤلیت دی چې هڅه به وکړي، تر څو یې په سمه توګه اداء کړي.

نوموړي د وزارت له ټولو کار کوونکو غوښتنه وکړه چې په چارو کې ورسره همکاري وکړي او د ښه پرمختګ برخه کې لاس ورکړي.

هغه ډاډ څرګند کړ، چې د وزارت محترم مقام او نورو متخصص کادرونو سره په مشورې به چارې پر مخ وړي.

د پېژند غونډې په لړ کې، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني وویل، دا نظام بقاء او اغېزمن دوام ته اړتیا لري او باید هر وګړی ورته ژمن پاتې شي.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني وویل، دوی او د امارت ټول وګړي په افغانستان کې د امارت له بیا حاکمیت مخکي په سختو شرایطو، قربانیو او د ستونزو په مهال مطیع او ژمن پاتې شوي او دغه چارې ته دوام ورکوي، چې په خبره یې ټول باید دې نظام ته ژمن پاتې شي او د دوام لپاره یې کار وکړي.

نوموړي وویل، د کور او ښار جوړولو وزارت یو مسلکي وزارت دی، چې په کې تر ډیره پوهان، مسلکي او متخصص کادرونه دي او هیله یې وښوده چې د همکارۍ او مشورو له مخې یو له بل سره همکار پاتې شي او د پرمختللي افغانستان لپاره کار وکړي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۱:۲۱
Background image

په فراه ولایت کې د یو باب مسجد شریف ودانیزې چارې پيل شوې

۱۴۴۶/۶/۲

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال وایي، په فراهرود ولسوالۍ کې د یو باب مسجد شریف ودانیزې چارې پیل شوې، چې د دې ولایت د محترم والي مولوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۱:۸
Background image

ننګرهار ولایت کې د بهرنیو چارو ریاست د تعمیر رغنیزې چارې وڅارل شوې

۱۴۴۶/۶/۲

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد نبي سعیدي وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا د بهرنیو چارو ریاست د اداري تعمیر رغنیزې چارې و څارل شوې.

ښاغلي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۱:۱
Background image

بلخ ولایت کې د تېلو د یو پمپ سټېشن له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۶/۲

د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عین الدین حامد وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا په دغه ولایت کې د تېلو د یو باب پمپ سټېشن چارې وڅارل شوې.

ښاغلي مولوي. . .

BACK TO NEWS