په لغمان ولایت کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه د ځينو سیمو لیدنه وشوه
۱۴۴۵/۱۱/۵
د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئيس مولوي حسین احمد تیلوي وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم سره یو ځای د قرغیو ولسوالۍ ته د ښاري تخلفاتو په موخه سفر وکړ او هلته یې له ځینو ځایونو لیدنه وکړه.
ښاغلي تیلوي وویل، د قرغیو ولسوالۍ د سرخکان په سیمه کې یې د یو بلند منزل ساحه کې د منظور شوې نقشې له مخې له نږدې ولیده، چې هلته د تیلو یو پمپ سټيشن جوړ شوی د پمپ مالک ته سپارښتنه وشوه تر څو خپل اسناد د کور او ښار جوړولو ریاست ته راوړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیمونه په مرکز او ولایتونو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه له اړوندو سیمو لیدنه کوي، تر څو ودانیزې چارې د نقشې او پلان مطابق تر سره شي.