د زابل ولایت د ترنک او جلدک ولسوالیو د اداري ساحې پلان بررسي شو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۹:۵۷
picture

۱۴۴۵/۱۱/۵

د کوراوښار جوړولو وزارت د ترنک او جلدک ولسوالیو د نوي جوړ شوي پلان بررسي شروع کړه.

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا داد ګل مسلم وايي، د ولسوالیو ښاري پلان د بیا ځل لپاره وکتل شو تر څو په ښاري معیارونو مطابق ترتیب شي.

ښاغلي مسلم وویل، یاد ښار ګوټی د شهید سردار داود خان په وخت کې په ۱۰۵ جریبه ځمکه کې ترتیب شوی دی، چې په دې ښارګوټي کې هستوګنیز کورونه، شنې سیمې، اداري او عام المنفعه ځایونه په نظر کې نیول شوي دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په پام کې لري، چې د ټولو ولسوالیو د اداري ساحو لپاره پلان ترتیب کړي تر څو د خپل سرې ودې او د ځمکو د غصب مخنیوي وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۴۸
Background image

د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د اصلاح شوي پلان د سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۱۰/۲۹

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ولایت مقام د هدایت پر بنسټ، قیصار ولسوالۍ ته د اصلاح شوي ښاري پلان د ترتیب په موخه د سروې چارې پیل کړې.

ددغې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۴۹
Background image

د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د رحمن مینې اړوند د طلایي ښارګوټي له ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ودانیزو پروژو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د دوامدارو نظارتونو په لړ کې د کابل ښار په اتمه ناحیه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۱۳
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست اړوند د رسېدنې او عامه پوهاوي تخنیکي ټیمونو له لوري، د دوامداره څارنو په لړ کې د کابل ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت