دولتي ځمکې د سالمې ګټې اخیستنې په موخه سروې کېږي

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۱:۲۵
picture

۱۴۴۵/۱۰/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په کچه له دولتي ځمکو څخه د سالمې او اغېزمنې ګټې پورته کولو په موخه بېلا بېل پروګرامونه لري.

زابل ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا دادګل مسلم وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د قلات ښار د ښاروالۍ مارکېټ لپاره ساحه توپوګرافي سروې کړه.

د ښاغلي ملا مسلم په خبره، د قلات ښار د ښاروالۍ مارکېټ به په ۲۰ جریبه ځمکه کې جوړشي، چې د یاد مارکېټ په جوړولو سره به د هټیوالو ستونزې حل او دا به د دولت لپاره یوه ښه عایداتي منبع هم وګرځي.

توپوګرافي سروې د ښاري او ساختماني پلان لپاره یوه بنسټیزه سروې ده، چې د ځمکې د سطحې فزيکي ځانګړتیاوې او د هغې افقي او عمودي واټن په اړه معلومات ټاکي.

د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیمونه په پلازمېنه او ولایتونو کې د دولتي ادارو په غوښتنه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو د پروژو چارې په مسلکي او انجنیري اصولو برابرې تر سره شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۵۸
Background image

د قره‌ باغ ولسوالۍ ښاري تخلفات تر څار لاندې ونیول شول

۱۴۴۷/۱/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت د قره‌ باغ ولسوالۍ ښاري وضعیت وڅاره او د بې‌نظمۍ موارد یې و ارزول.

د یاد ریاست رئیس، مولوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۲:۵
Background image

په غزني کې د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۰۶

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم لخوا د اندړو ولسوالۍ اړوند، د کابل–کندهار لویې لارې په اوږدو کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۳۲
Background image

په سرپل ولایت کې د سلطان ابراهیم درې د استنادي دیوال د پروژې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۰۶

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس داملا محمد نور نوراني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم لخوا د طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست د وړاندیز پر بنسټ، د سلطان. . .

BACK TO NEWS