فراه ولایت کې د خپل سرو هستوګنیزو کورونو له جوړولو مخنیوی وشو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۷ - ۱۰:۳۱
picture

۱۴۴۵/۸/۲۶

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئيس مولوي نصرالله استقلال وايي، د دې ریاست انجنیري ټیم د فراه ښار په اتمه ناحیه کې د پنځوس خپلو سرو ودانیو له جوړولو مخنیوی وکړ.

محترم مولوي استقلال وايي، یاد کورونه په خپل سرې توګه د قانون او تګلارې په پام کې نه نیولو سره جوړېدل، چې دوی یې مخنیوی وکړ.

نوموړی وایي، د یاد کورونو مالکینو ته یې قانون بیان کړ او د دغه کورونو نقشې یې ویزه کړې او بیا یې له قانون سره سم د رغېدو اجازه ورکړه.

د کور او ښار جوړولو وزارت هېچاته اجازه نه ورکوي چې په خپل سرې توګه او غیر قانوني رغونه وکړي او په دغه برخه کې له ټولو هېوادوالو غوښتنه لري چې قانون ته ژمن پاتې شي او ټولې چارې اصولي او معیاري پر مخ یوسي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۱:۳۸
Background image

د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د داخلي دروازې پروژې ساحوي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۵

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د هلمند د مهاجرینو ښارګوټي د داخلي عمومي دروازې پروژې ساحوي څارنه ترسره کړه، په دې څارنه کې د کارونو کیفیت، د پرمختګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۳۹
Background image

د میدان وردګ ولایت کې په دوو ښارګوټو کې د ښاري سرغړونو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۵

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم د کوتل تخت او انکشافي کوتل تخت ښارګوټو څخه د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه لیدنه وکړه.

 دغه څارنه د کور او ښار. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۵۱
Background image

د غزني ولایت په پخواني ښار کې د غیر قانوني ښاري فعالیت مخنیوی وشو

۱۴۴۷/۱۰/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په هدایت غزني ولایت کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو.

د غزني ولایت د کور او ښار. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت