د غزني ولایت په پخواني ښار کې د غیر قانوني ښاري فعالیت مخنیوی وشو

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۵۱
ghazni

۱۴۴۷/۱۰/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په هدایت غزني ولایت کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو.

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د پخوانیو ښارونو د ساتنې عمومي مدیریت تخنیکي ټیم د یاد ولایت په تاریخي ښار کې څارنه وکړه.

د څارنې په مهال معلومه شوه، چې په دغه ښار کې غیرقانوني فعالیت ترسره کېږي او سمدستي یې مخنیوی وشو.

دغه تخلف د غزني د پخواني ښار په لوېدیځه څنډه کې رامنځته شوی و، چې ځینو ځایي اوسېدونکو غوښتل د شاوخوا ۱۵ متره په اوږدوالي یو دېوال جوړ کړي او هڅه یې کوله چې په دننه کې یې په خپل سر نور ودانیز کارونه هم پر مخ یوسي.

یاد فعالیت د پخوانیو ښارونو د ساتنې له نافذه قانون سره په ټکر کې و او له همدې امله د تخنیکي ټیم له لوري سمدستي د کار د درولو او د وضعیت د بېرته اصلاح جدي هدایت ورکړل شو.

د کور او ښار جوړولو ریاست مسؤلینو ټینګار وکړ، چې ټول ودانیز فعالیتونه باید د قدیمي ښارونو د ساتنې د قانون له اصولو سره سم او د اړوندو ادارو سره په بشپړه همغږۍ ترسره شي، څو د تاریخي ابدو او فرهنګي میراثونو ساتنه وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۲
Background image

راستنو شويو مهاجرو کورنیو ته د استوګتنیزو نمرو د وېش کچه نږدې اته څلوېښت زره ته پورته شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له هدایت او لارښوونې سره سم، په یوویشت ولایتونو کې پر راستنېدونکو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نمرو د وېش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۲۴
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د عامه شنو ساحو له وضعیت څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د خپلو دوامداره څارنیزو پروګرامونو په لړ کې د کابل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۱۳
Background image

د غزني ولایت په رشیدانو ولسوالۍ کې د ولسوالۍ ودانۍ له پروژې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د رشیدانو ولسوالۍ د ودانۍ له روانو ساختماني چارو څخه ساحوي څارنه او ارزونه ترسره شوه.

د تخنیکي ارزونې پر مهال په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت