کندهار کې د ښاري او ساختماني تخلفاتو مخنیوي په موخه جدي اقدامات روان دي
۱۴۴۵/۰۸/ ۱۱
کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي عبدالمتین وایي، د ریاست اړوند د ښاري او ساختماني تخلفاتو د مخنیوي ټیم یې د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې د دوه ودانیزو پروژو د اسنادو څېړنه پیل کړه.
ښاغلی مولوي عبدالمتین وایي، د ریاست انجنیرانو یې دغه راز د یاد پروژو له رغنیزو چارو څارنه هم وکړه او د ښاري تخلفاتو مخنیوي په موخه یې د جواز اسنادو غوښتنه وکړه.
د نوموړي په خبره، په څېړنه کې د اسنادو تر څنګ د یادو پروژو ټولې چارې په مهندسۍ او انجنیرۍ اصولو مطابق وکتل شوې.
د کور او ښار جوړولو وزارت په مرکز او ولایتونو کې د ښاري تخلفاتو مخنیوي په موخه اقدامات پیل کړي او هېچاته اجازه نه ورکوي چې په خپل سرې توګه رغنیزې چارې پر مخ یوسي.