د تیلو د پمپ سټېشنونو د جوړولو لپاره معیاري سکیچ جوړیږي

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۳۰ - ۹:۲۳
انڅور

۱۴۴۵/۳/۵

د کور اوښار جوړلوو وزارت د ښاري چارو د محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د ښاري نقشو د ویزه کولو کمیسیون ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې د بېلا بېلو ښاري موضوعاتو ترڅنګ د نفت او ګازو دولتي شرکت پر غوښتنې هم خبرې وشوې، چې غوښتي یې دي د تېلو د پمپونو جوړولو لپاره دې د کور او ښار جوړولو وزارت د بېلګې په توګه یو معیاري سکېچ جوړ کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال، خلکو ته د اسانتیاو په رامنځته کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د هېوادوالو د وخت نه ضایع کولو په موخه دې یو یا څو معیاري سکېچونه جوړ او د تقاضا لرونکې مرجع په واک کې دې ورکړل شي.

نوموړي وویل، د کور او ښار جوړولو وزارت دوهم واحدونه دې هم په دغه برخه کې د شته طرزالعمل پر بنسټ اجرات وکړي.

د ناستې په دوام، د درې ښارونو (هرات، کندهار او خوست) د ستراتېژیکې پراختیا پلانونو (SDF) په اړه هم خبرې وکړې.

دغه پلانونه د تېر حکومت په مهال د یو امریکایي شرکت له خوا د ساساکي په نوم جوړ شوي وو.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۴
Background image

د طرحې د تطبیق په موخه د الشیخ ښارګوټي ساحوي څېړنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري چارو محترم معین شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ، ټاکل شوې تخنیکي کمېټې د (الشیخ استوګنیز ښارګوټي) له ساحې څخه لیدنه وکړه.

د دغې لیدنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاحي پلان د تطبیق په موخه ساحوي بررسي ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري چارو محترم معین شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ، تخنیکي کمېټې، په نوي کابل ښار کې د (صنایع سبز) صنعتي ښارګوټي څخه لیدنه وکړه.

دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۰
Background image

د نوي کابل ښار په پروژه کې د رسول مصیر شرکت هم تخنیکي کارونه چټک کړل

۱۴۴۷/۱۱/۰۶

د رسول مصیر ودانیز او سوداګریز شرکت، د نوي کابل ښار د پراختیايي پلان په چوکاټ کې د لومړي فاز د «ج» برخې عملي کارونه په رسمي ډول پر مخ وړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت