د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ د اداري ساحې د پلان د ترحې او ترتیب چارې روانې دي
![picture](/sites/default/files/2023-08/whatsapp_image_2023-08-23_at_12.10.55_pm.jpeg)
۱۴۴۵/۰۲/۰۶
د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو رئیس ملا دادګل مسلم وایي، په دغه ولایت کې یې د شاجوی ولسوالۍ لپاره د اداري ساحې د پلان د ترحې او ترتیب چارې روانې کړي، چې ژر به بشپړې شي.
د نوموړي په خبره، په همدې موخه یې د ریاست تخنیکي ټیم د ستراتېژیک پلان سره سم د ملکي او نظامي ادارو رامنځته کولو سروې او لومړنۍ څېړنې بشپړې کړي دي.
د کور او ښار جوړولو یاد ریاست د زابل محترمې ښاروالۍ ته ویلي، چې په دې تړاو د پام وړ ځمکې د تسلیمۍ په چارو باندې اقدام وکړي، ترڅو د ساحې تخنیکي څېړنې وروستۍ شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت په وران کال کې په پام کې لري، چې د شاجوی، سیوري او شهر صفا ولسوالیو د اداري ساحو لپاره پلان طرحه او ترتیب کړي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.