ملت ته د دولت د حساب ورکولو په لړ کې د کور او ښار جوړولو وزارت خپلې کلنۍ لاسته راوړنې وړاندې کړې
۱۴۴۵/۵/۱۲
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د دې وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، د مسکن، ودانیزو چارو او زونونو د پرختیا معینیت محترم سرپرست مولوي روح الله احمدي او د دې وزارت یو شمیر رئیسانو او مسؤلینو په شتون کې د تېر ۱۴۰۱ کال او د روان کال لومړۍ ربعې د کړنو او لاسته راوړنو راپور د رسنیو په مرکز کې ملت سره شریک کړ.
محترم سرپرست وزیر د دې وزارت د کړنو په اړه وویل، د کور او ښار کوړولو وزارت په دوه لویو برخو د ښاري پراختیا، ښاري پلانونه او د پلانونو د تطبیق څخه څارنه او د زونونو د پراختیا او ودانیزو چارو برخه کې فعالیتونه کوي، چې په دې ټولو برخو کې د کور او ښار جوړولو وزارت ښې لاسته راوړنې لري.
شیخ حمدالله نعماني وویل، تېره اداره کې قانوني سرغړونې وې او دغه راز په ادارو کې وظیفوي دخالت شتون درلود، چې د امارت په راتګ سره یې موږ د حل په موخه د کور او ښار جوړولو وزارت کې یوه کمیټه جوړه کړه، چې د ښار جوړولو قانون، طرزالعملونه او د نورو اړوندو ادارو قوانین په پام کې نیولو سره د دې وزارت قانون وروستی کړ.
ملت ته د دولت حساب ورکولو په دغه پروګرام کې د یاد وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني وویل، د پلازمېنې او ولایتونو لپاره (۲۷) ښاري پلانونه جوړ شوي او ۲۰ نور ښاري پلانونه تر کار لاندې دي، چې د ګڼو یې چارې وروستۍ شوي دي.
د نوموړي په وینا، ۱۲۹ نور ښاري پلانونه د مرکز او ولسوالیو لپاره تر کار لاندې دي او ۲۰ مهندسي نقشې چاپ شوي او ولایتونو ته د تطبیق په موخه لیږل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، د ښارګوټو او تعمیرونو د جوړولو لپاره ۶۰ قطعې سکیچونه چاپ شوي او اړونده ادارو ته استول شوي دي.
دغه راز د مسکن، ودانیزو چارو او د زونونو د پراختیا معینیت محترم سرپرست مولوي روح الله احمدي په خپلو خبرو کې وویل، د کابل په پنځمه ناحیه خوشحال خان سیمه کې د قطري او دارالامان سیمه کې د نیله باغ پروژو چارې تر ډېره بشپړې شوي دي او تمه ده چې ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه راز د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د همغې سیمې خلکو د کورونو لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس ۱۵۰ جریبه ځمکه د پلان سره سم هرې کورنۍ ته اووه بسوې ووېشل شوه.
ښاغلي احمدي وویل، په ښارونو کې د تخلفاتو مخنیوي، په نوي کابل ښار کې د ځمکو د تصفیې، د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې د ۹۹ مساجدو لپاره د ساحو تعینول او په مرکز او ولایتو کې د امارتي ودانیو لپاره ۸۱ ډیزاینونه ترسره شوي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.