د کابل جدید ښار د ځمکو د تصفیې چارې پیلېږي

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۰ - ۱۳:۳۱
picture

۱۴۴۴/۰۹/۰۸

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د دې وزارت د مسکن، ساختماني چارو او د زونونو د پراختیا معین محترم مولوي روح الله احمدي او د دې وزارت د یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د محترم سرپرست وزیر مولوي عطاالله عمري او د یاد وزارت د نورو مسؤلینو سره ولیدل او د کابل جدید ښار د ځمکو د تصفیې په تړاو یې خبرې اترې وکړې.

په ناسته کې د کابل جدید ښار د ځمکو د تصفیې د پیل په څرنګوالي او ستونزو ته د حل په موخه د دواړو وزارتونو مسولینو هر اړخیزې خبرې وکړې او نظرونه یې شریک کړل.

په پایله کې پریکړه وشوه، چې هر څه ژر باید د دواړو وزارتونو متخصصین او انجنیران د تصفیې د پیلولو په موخه ګډه کاري طرحه جوړه کړي.

یاده طرحه به د ځمکو له غصب مخنیوي او بېرته راګرځولو محترم کمېسیون سره شریکه کېږي او د هغوی له هوکړې وروسته به پرې عملاً کار پیلېږي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هوډ لري چې د کابل جدید ښار اړوند ټولو ځمکو تصفیه وکړي او څومره ژر چې کېږي د ابادولو په موخه یې عملي اقدامات وکړي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

پته: دریم مکروریان، ازادي مطبعه ته مخامخ، د کور او ښار جوړولو وزارت.

  

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 اونی ۱ ورځ ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۰:۳۸
Background image

د ارزګان ولایت د مرافعې محکمې اړوند د دریو اوطاقونو د کارونو څخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا روح الله ابواحمد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مرافعې محکمې اړونده د درې بابو اوطاقونو د ساختماني چارو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۰:۱۷
Background image

د اندړو ولسوالۍ د انصاري ښوونځي له رغنیزو چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۴/۲۵

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د انصاري ښوونځي رغنیزې پروژې له بهیر څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۵:۲۶
Background image

د نوي کابل ښار د لومړي فاز د اصلاح شوي جوړښتي پلان د لا ډېر دقت غوښتنه وشوه

۱۴۴۷/۰۴/۲۲

د کور و ښآر جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، او د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د محترم مرستیال مولوي ګل زرین صابر، په مشرۍ د. . .

BACK TO NEWS