د اندړو ولسوالۍ د انصاري ښوونځي له رغنیزو چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۰:۱۷
اندړ ولسوالۍ

۱۴۴۷/۰۴/۲۵

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د انصاري ښوونځي رغنیزې پروژې له بهیر څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

ښاغلي مولوي متقي وویل، د تخنیکي ټیم د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د ودانۍ د ډبرین کار (سنگ‌کاری) او د درسي صنفونو د تختو جوړولو چارې په جریان کې دي، چې د کارونو کیفیت د نقشې او تخنیکي مشخصاتو له مخې وارزول شو.

د نوموړي په خبره، تخنیکي ټیم د ساختماني چارو د لا ښه پرمختګ او د کار د کیفیت د لوړوالي په موخه، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښوونیزو او عامه تاسیساتو د ترمیم او بیارغونې پروژو د کیفیت د څارنې په برخه کې منظم فعالیتونه لري، چې د اندړو ولسوالۍ د انصاري ښوونځي رغینزې پروژه هم د همدې لړۍ یوه مهمه برخه ده، چې موخه یې د زده ‌کوونکو لپاره د مناسب تعلیمي چاپېریال برابرول دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت